Search

طالبان: په یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۲۲۹ زره ټنه ډېر توکي لېږدول شوي

News image
16 غویی 1405 - 09:56

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لېږدیز لمریز کال د غويي میاشتې له ۴مې تر ۱۰مې نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارو ټولټال ۲۲۹ زره او ۵۳۶ مټریک ټنه توکي لېږد رالېږد شوي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لېږد رالېږد کې ۲۶۴ مټریک ټنه د افغانستان صادرات دي، چې بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي او پاتې نور د نفتي او غیر نفتي توکو واردات دي چې له نورو هېوادونو افغانستان ته وارد شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه انتقالات د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارو ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد کې نسبي زیاتوالی راغلی او طالبان هڅه کوي د سیمه‌ییزو نښلونکو دهلېزونو له لارې د وارداتو او صادراتو کچه لوړه کړي، څو د هېواد اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي.