د افغانستان لپاره د بریتانیا استازي ریچارډ لېنډسي افغان د زده کړو فعال مطیع الله ویسا ته وروسته له هغې مبارکي ورکړې چې نوموړي په فرانسه کې د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزه» ترلاسه کړه.
لېنډسي په اېکس پاڼه، د افغان نجونو او ښځو د زده کړو د ملاتړ په برخه کې د ویسا هڅې ستایلې دي.
هغه لیکلي: «د هغه زړورتیا موږ ته دا را یادوي چې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ د افغان نارینه وو درېدل او د زده کړو له حقه یې ملاتړ، د داسې راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري چې ټول افغانان پکې پرمختګ وکړای شي.»
مطیع الله ویسا یو پېژندل شوی افغان د زده کړو فعال دی چې په افغانستان کې یې زده کړو ته د لاسرسي لپاره، په ځانګړي ډول د هغو نجونو لپاره چې د طالبانو د محدودیتونو له امله اغېزمنې شوې دي، پراخ کمپاینونه کړي دي.