د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۴۹۱ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، ازاد شوي بندیان د ډیورنډ فرضي کرښې د چمن ـ سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته راستانه شوي او له راستنېدو وروسته ورسره مرستې هم شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۵۲۷ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.