په میدان وردګو کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وايي، د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په اورمړو سیمه کې د یوه لاسي ماین په چاودنه کې شپږ ماشومان ټپیان شوي دي.
یادې قومندانۍ ویلي، دا پېښه پرون (چهارشنبه) مازیګر د ماشومانو د
لوبو او بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د میدان ښار ولایتي روغتون ته
لېږدول شوي دي، او د درېیو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
له بلې خوا، وړمه ورځ په ننګرهار او پروان ولایتونو کې هم د ورته دوو
چاودنو له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.