Search

په ۱۱ ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو وېش؛ په یوه اوونۍ کې څه باندې ۹ زره کورنیو نمرې ترلاسه کړې

News image
18 غویی 1405 - 10:14

د طالبانو د کډوالو دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټه وايي، د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې یې په ۱۱ ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشلې دي.

د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۳۲۷۰، لغمان کې ۱۲۶۰، زابل کې ۹۶۰، فراه کې ۵۱۷، بامیانو کې ۶۶، سرپل کې ۴۹۵، سمنګان کې ۵۵۰، بلخ کې ۹۳۴، جوزجان کې ۶۰۰، کندز کې ۳۰۰ او غزني کې ۴۰۰ راستنېدونکو کورنیو ته د ځمکو نمرې ورکړل شوې دي.

د یادې کمېټې په وینا، یوازې د تېرې یوې اوونۍ پر مهال ټولټال ۹۳۵۲ کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې تر دې مهاله په مجموع کې ۱۸۹۰۴ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او دا لړۍ لا هم په چټکۍ سره روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو کچه لوړه شوې ده.

ډېری راستنېدونکي د اقتصادي ستونزو، د اسنادو د نشتوالي او د کوربه هېوادونو د سختو تګلارو له امله هېواد ته ستنېږي، چې له امله یې پر کورنیو امکاناتو او د مېشتېدنې پر بهیر فشارونه زیات شوي دي