Search

د بنو په ځانمرګي برید کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

News image
20 غویی 1405 - 12:41

پاکستاني ورځپاڼې ډاون راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په یوه امنیتي پوستې د ځانمرګي برید له امله ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي دي.

د راپور له مخې، دا برید تېره شپه د بنو ولسوالۍ اړوند د «فتح‌خېل» په امنیتي پوستې کې شوی دی.

ویل شوي چې د برید پر مهال په پوستې کې ۱۸ پولیس موجود وو، چې له ډلې یې ۱۵ وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

راپور زیاتوي چې دغه امنیتي پوسته د چاودنې له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، بریدګرو یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې په شاوخوا کې وچاوه.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.