Search

ټرمپ چین ته ځي؛ له شي جین‌پینګ سره پر مهمو نړیوالو موضوعاتو خبرې کوي

News image
21 غویی 1405 - 08:08

د شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د ۱۴۰۵ کال د غویي له ۲۳مې تر ۲۵مې چین ته سفر وکړي او هلته به د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې ولري.

د راپور له مخې، تمه ده ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره وګوري او د اټومي وسلو، تایوان، ایران او د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګونو په ګډون پر یو لړ نړیوالو موضوعاتو بحث وکړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د نړۍ په کچه جیوپولیتیکي ترینګلتیاوې روانې دي او دا لیدنه د دواړو هېوادونو لپاره یو فرصت بلل کېږي څو پر مهمو نړیوالو مسایلو خبرې وکړي او ډیپلوماټیک تعامل پیاوړی کړي.

په وروستیو کلونو کې د امریکا او چین اړیکې د سیالۍ او همکارۍ تر منځ بدلې شوې دي، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او امنیت په برخو کې. د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د مشرانو دا ډول لیدنې مهمې ګڼل کېږي، ځکه چې کولای شي د اختلافاتو مدیریت، د تاوتریخوالي مخنیوی او د نړیوالو ننګونو په اړه د ګډو ګټو د موندلو زمینه برابره کړي.