Search

«نی» د خبریالانو نیول کیدو په اړه له ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د اقدام غوښتنه وکړه

News image
21 غویی 1405 - 09:49

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې «نی» د خبریالانو د نیولو وروستیو پېښو ته په غبرګون کې، په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ او اروپایي ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو له لارې د بندي خبریالانو د ازادېدو لپاره هڅې زیاتې کړي.

دغه غوښتنه داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د طلوع نیوز دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش، او همدارنګه د «پیګرد» خبري اژانس مسوول جاوید نیازی د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال لږ تر لږه اووه خبریالان—بشیر هاتف، حمید فرهادي، شکیب نظري، ابوذر صارم، جاوید نیازی، عمران دانش او منصور نیازی—د طالبانو په توقیف کې دي.

«نی» په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د خبریالانو نیول د طالبانو لپاره په دوامداره کړنه او نږدې ورځنۍ بڼه اوښتي دي. د دې بنسټ په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۴۰۰ خبریالان زنداني شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د احصایو له مخې، طالبانو په اوسط ډول په هرو دوو اونیو کې لږ تر لږه درې خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.