Search

د امریکا په ټکساس کې د بار وړونکي اورګاډي په بکس کې ۶ مړي موندل شوي

News image
21 غویی 1405 - 11:16

سي ان ان راپور ورکړی چې د امریکا د ټکساس ایالت د پوله‌يي ښار لاریډو کې د بار وړونکي اورګاډي په یوه بکس کې د شپږو کسانو مړي موندل شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه مړي د یکشنبې په ماسپښین شاوخوا ۳:۳۰ بجې د لاریډو په یوه رېل یارډ کې د یونین پاسیفیک اورګاډي د معمول تفتیش پر مهال وموندل شول.

پولیس وایي، تر اوسه د دې کسانو د مړینې دقیق لامل نه دی معلوم او په اړه یې هر اړخیزې څېړنې روانې دي. د امریکا د کورني امنیت وزارت، ایالتي پلټونکي او سیمه‌ییز پولیس ټول په دې قضیه کې برخه لري.

چارواکو ویلي، لا نه ده روښانه چې ایا د تودوخې لوړوالی د دې پېښې لامل شوی که نه، خو د پېښې په ورځ د لاریډو د تودوخې درجه د فارنهایت په کچه له ۹۰ درجې لوړه ثبت شوې وه.

د اورګاډي شرکت «یونین پاسیفیک» ویلي چې له پلټونکو سره بشپړه همکاري کوي او د دې پېښې له امله یې خواشیني څرګنده کړې ده.

پولیس زیاتوي چې مړي وروسته له هغې وموندل شول چې د رېل یارډ یو کارکوونکي چارواکو ته خبر ورکړ، او د اورګاډي په بکس کې هېڅ ژوندی کس نه و موندل شوی.

چارواکي وایي، د پېښې څېړنې په لومړیو پړاوونو کې دي او د مړو هویت، عمرونه او د کډوالۍ وضعیت تر اوسه نه دی څرګند شوی.