Search

د کډوالۍ نړیوال سازمان : په ننګرهار کې سېلابونو ۲ زره کورنۍ اغېزمنې کړې

News image
21 غویی 1405 - 13:31

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وروستیو سختو بارانونو له امله راوتلو ناڅاپي سېلابونو شاوخوا ۲ زره کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، ویلي چې دغو سېلابونو د خلکو کورونه، عایداتي سرچینې او شخصي شتمنۍ زیانمنې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، د کډوالۍ نړیوال سازمان زیانمنو کورنیو ته د مرستو وېش پیل کړی او هممهاله د اړتیاوو ارزونه روانه ده، څو په اغېزمنو سیمو کې نورې بشري مرستې هم برابرې شي.

افغانستان له طبیعي پېښو، لکه سېلابونو، وچکالۍ او زلزلو سره ډېر زیان‌من هېواد بلل کېږي، چې په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې د خلکو بشري وضعیت لا خرابوي.

مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د اقلیم بدلون له امله پېښېدونکي ناورینونه، له اقتصادي ستونزو سره یوځای، د هېواد د میلیونونو خلکو اړتیاوې زیاتوي.