د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې اروپايي کمېسیون پلان لري په نږدې راتلونکې کې د طالبانو چارواکي د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته د کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د خبرو لپاره وبولي.
سرچینې چې د موضوع له جزییاتو خبرې دي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې ده ډېر ژر کابل ته یو رسمي لیک واستول شي څو د غونډې نېټه وټاکل شي. دا لیدنه، چې د سوېډن په همغږۍ ترسره کېږي، له دې مخکې افغانستان ته د اروپايي چارواکو له دوو سفرونو وروسته کېږي.
د اروپايي کمېسیون ویاند ویلي، چارواکي په بروکسل کې د طالبانو له حاکمو چارواکو سره د تخنیکي کچې د بلې غونډې پر برابرولو کار کوي، خو تر اوسه یې کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.
دا اقدام د اروپايي ټولنې د شاوخوا ۲۰ غړو هېوادونو د پراخو هڅو برخه ده چې غواړي د کډوالۍ تګلارې سختې کړي او د کډوالو، په ځانګړي ډول هغو کسانو چې جرمي سابقه لري،افغانستان ته د بېرته ستنېدو لارې چارې ومومي.
د کمېسیون په وینا، د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په میاشت کې په کابل کې یوه تخنیکي غونډه شوې وه چې د بحثونو د پرمختګ لپاره ترسره شوې، دا غونډه له هغې وروسته وه چې د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې څو هېوادونو اروپايي ټولنې ته لیک استولی و او د سیاسي او عملي حل لارو غوښتنه یې کړې وه.
د دې وړاندیز شوې لیدنې په اړه عملي او اخلاقي اندېښنې راپورته شوې دي، ځکه چې دا به د طالبانو له چارواکو سره تعامل ته اړتیا ولري، حال دا چې اروپايي ټولنه هغوی په رسمي ډول نه پېژني.
طالبان چې په ۱۴۰۰ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، د اسلامي قوانینو د سخت تفسیر له پلي کېدو وروسته تر ډېره په نړیواله کچه منزوي پاتې شوي دي. د دې سفر د ترسره کېدو لپاره به چارواکي د بلجیم له لوري ځانګړو د ننوتلو اجازو ته اړتیا ولري، ځکه چې د اروپايي ټولنې بنسټونه هلته مېشت دي.
د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د اروپايي ټولنې هڅې په داسې حال کې کېږي چې افغانستان له مخ پر زیاتېدونکي بشري کړکېچ سره مخ دی. د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې، له ۱۴۰۲ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر پنځو میلیونو ډېر افغانان بېرته راستانه شوي، چې ډېری یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
زیاتره راستنېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه باثباته سرپناه لري او نه هم د کار فرصتونه.
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۲ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې شاوخوا یو میلیون افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي چې نږدې نیمایي یې منل شوي دي. په ۱۴۰۴ کال کې هم افغانان د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه.
د کډوالۍ په اړه د عامه نظر د بدلون په ترڅ کې، ځینو هېوادونو خپلې پالیسۍ سختې کړې دي. جرمني له ۱۴۰۳ کال راهیسې د قطر په مرسته د ځانګړو الوتنو له لارې تر ۱۰۰ ډېر افغانان چې جرمي سابقه یې لرله بېرته استولي دي.
اتریش هم له طالبانو سره اړیکې نیولي او د ۱۴۰۳ کال د وږي په میاشت کې یې په ویانا کې د طالبانو یوه پلاوي ته کوربهتوب کړی دی. نور هېوادونه لکه بلجیم او سوېډن هم ورته ګامونه ارزوي.
خو دا تګلاره د بشري مرستو بنسټونو له نیوکو سره مخ شوې ده. د نړیوالې ژغورنې کمېټې د افغانستان مشرې، لیزا اوون، خبرداری ورکړی چې د اوسنیو شرایطو لاندې د افغانانو بېرته ستنول ښايي د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.
د حقونو ملاتړو بنسټونو هم اندېښنه څرګنده کړې چې دا ډول ناستې ښايي طالبانو ته دا زمینه برابره کړي چې د بېرته ستنېدونکو کسانو هویتونه وپېژني او دا کار هغوی له خطر سره مخ کولای شي.
خو دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، د بروکسل د وړاندیز شوې غونډې اصلي موخه تخنیکي ستونزو ته حل موندل دي، لکه هغو افغانانو ته د پاسپورټونو صادرول چې په اروپا کې یې سفارتونه د طالبانو له لوري نه دي پېژندل شوي، او همدارنګه د لوژستیکي ستونزو حل، لکه د کابل د هوايي ډګر ظرفیت.