د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي چې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې، د ۱۴۰۵ کال د غويي له ۱۱مې تر ۱۷مې نېټې پورې، ټولټال ۲۳۵ زره او ۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات د اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، له دې ډلې ۱۶۰ زره او ۶۳ ټنه د حیرتان بندر، ۱۸
زره او ۶۹۵ ټنه د آقینې بندر، ۲۳ زره او ۶۱۶ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۳۲ زره او ۹۸۸
ټنه د خواف–هرات له بندر څخه انتقال شوي دي، چې په مجموع کې وارداتي او صادراتي
نفتي او غیرنفتي توکي پکې شامل دي.
همدارنګه د صادراتو په برخه کې، په همدې موده کې ۱ زره او ۱۹۲ ټنه
تجارتي توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچې مېوې، معدني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.
د طالبانو د فواید عامې وزارت ویلي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د
صادراتو او وارداتو د کچې په زیاتېدو سره به په هېواد کې د کارموندنې فرصتونه هم
ډېر شي.