په پنجشېر کې د طالبانو ولایت مقام خبر ورکړی چې د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې د رواني ناروغانو د درملنې درې روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاد دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرکزونه د ۲۰۰ زره امریکايي
ډالرو په لګښت جوړ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، یاد مرکزونه د رواني ناروغانو د درملنې او ملاتړ
لپاره جوړ شوي او ټاکل شوې چې د سیمې اوسېدونکو ته لازمې روغتیايي اسانتیاوې
برابرې کړي.
دا پروژه په داسې حال کې پلې کېږي چې په افغانستان کې د رواني روغتیا
ستونزې د جګړو، بېوزلۍ او ټولنیزو فشارونو له امله زیاتې شوې دي.
روغتیايي بنسټونه وایي چې د
رواني ناروغیو لپاره د درملنې مرکزونه لا هم محدود دي، او ډېری خلک مناسبې درملنې
ته لاسرسی نه لري.
کارپوهان ټینګار کوي چې د دا ډول مرکزونو جوړېدل کولی شي د رواني
ناروغانو د درملنې او بیا رغونې په برخه کې مهم رول ولوبوي.