د کندوزولایت د امامصاحب ولسوالۍ د « دولتي شرکتونو » سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو د دوی لسګونه کورونه نړولي، چې له امله یې خلک د اعتراض لپاره راوتلي دي.
اعتراض کوونکو د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور په ۲۳مه، کابل ټریبیون ته ویلي چې دغه کورونه چې له کلونو راهیسې د دوی د استوګنې ځایونه وو، پرته له دې چې بدیل ځای ورته په پام کې ونیول شي، ویجاړ شوي او له امله یې یو شمېر کورنۍ بېسرپناه شوې دي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د دې پېښې پر مهال یو شمېر ښځې او ماشومان هم ټپیان شوي، خو د ټپیانو کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم.
اعتراض کوونکي زیاتوي چې د خپلې ستونزې د حل لپاره یې د طالبانو سیمهییزو چارواکو ته مراجعه کړې، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
تر اوسه د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.