د طالبانو د ازموینو عمومي اداره وايي، نن پنجشنبه په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د کانکور ازموینې بهیر پیل شوی او ټاکل شوې درې ورځې دوام وکړي.
د دې ادارې په وینا، دغه ازموینه په هرات، غور، بادغیس، سرپل، فاریاب،
روزګان، غزني، پکتیکا، میدان وردګ، کنړ، بغلان، پروان، لوګر، کاپیسا او بدخشان
ولایتونو کې پیل شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې د کانکور دا پړاو به د ټاکل شوي مهالوېش له مخې
په درې ورځو کې بشپړ شي.
راپورونه ښيي، چې سږکال هم دا ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره
کېږي، ځکه طالبانو لا هم د نجونو پر لوړو زدهکړو بندیز لګولی او هغوی ته د
پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي.