د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، په ۱۷۴ میلیونه افغانۍ یې د کابل– پروان لویې لارې د بیارغونې او ترمیم چارې پیل کړې دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، د یاد سړک د ترمیم کارونه
پرون چهارشنبه د کابل د ټولګټو چارو ریاست له خوا پیل شوي، چې له کوچیکین سیمې څخه
د پروان ولایت تر صوفیان پله پورې به ترمیم شي.
د حقشناس په وینا، په دې پروژه کې د ۱۶.۸ کیلومتره په اوږدوالي د سړک
د دواړو غاړو ترمیم شامل دی او تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره شوی دی.
د کابل–پروان لویه لار د هېواد له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو
څخه ګڼل کېږي، چې د پلازمېنې کابل د شمالي ولایتونو له اقتصادي او تګراتګ شبکو
سره نښلوي.