د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۵۶۱ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان په
پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، او تر خوشې کېدو
وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې د چمن–بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې له راستنېدونکو سره بشري مرستې هم ترسره
شوې دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت په وینا، تېرې اوونۍ هم د پاکستان له
زندانونو څخه ۴۹۱ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.