په لوګر ولایت کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د د لوګر مرکز پلعلم اړوند د شینواري کلا په سیمه کې شوې ده.
په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د غویي په ۲۵مه رسنیو ته په استول شوي
خبرپاڼه کې ویلي چې، د پېښې ځای ته د ترافیکو مدیریت منسوبین پر وخت رسېدلي او
ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي. د مسوولینو په وینا، د ټپیانو له ډلې د یوه کس
روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.
مسوولین د پېښې اصلي لامل د موټرسایکل چلوونکو بېاحتیاطي بولي او له
خلکو غواړي چې د وسایطو د چلولو پر مهال ترافیکي اصول مراعت کړي، څو د ورته پېښو
مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یوه بله ترافیکي پېښه کې ۱۲
تنه ټپیان شوي وو.