Search

راپور: په افغانستان کې د نړیوالو مرستو کمښت په زیاته پیمانه ښځې او نجونې ځپي

News image
25 غویی 1405 - 11:22

د نیدرلند «کېر» ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو د کمېدو له امله تر ټولو ډېر زیان ویني.

د دې ادارې مشرې اینګه کاور یوې هالنډۍ رسنۍ هالڼډ ان ال ټایمز ته ویلي: «کله چې مرستندوی پروګرامونه کمېږي، ښځې او نجونې تر ټولو مخکې روغتیايي خدمتونو، عاید، خوندیتوب او زده‌کړو ته لاسرسی له لاسه ورکوي.»

هغې زیاته کړې چې دا اغېزې په ځانګړي ډول په افغانستان کې ډېرې سختې دي، چیرې چې هغې تازه له هغو مرستندویو چارو لیدنه کړې چې د بودجې د کمښت له امله د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. په دغو چارو کې د سختې خوارځواکۍ د درملنې یو روغتیايي مرکز او د لېرې پرتو سیمو د نجونو د زده‌کړو یو پروګرام شامل دي.

هغې ویلي، په یوه روغتیايي مرکز کې یې اووه میاشتنی ماشوم ولید چې یوازې درې کیلوګرامه وزن یې درلود، خو د درملنې له ترلاسه کولو وروسته یې حالت ښه شوی و. په بله برخه کې یې له یوې نهه کلنې نجلۍ سره لیدلي، چې تازه یې لوستل زده کول پیل کړي او هیله لري چې په راتلونکي کې ډاکټره یا ښوونکې شي.

کاور خبرداری ورکړ چې د مرستو درېدنه نه یوازې بیړنۍ بشري اړتیاوې له خطر سره مخ کوي، بلکې د هېواد پر اوږدمهاله پرمختګ هم ناوړه اغېز کوي. هغې وویل: «افغانستان د راتلونکو ښوونکو له لاسه ورکولو سره مخ دی»، او زیاته یې کړه چې د فرصتونو کمښت کولای شي د اقتصاد راتلونکې کمزورې کړي او خلک لا ډېر له ستونزو سره مخ کړي.

هغې همداراز ویلي چې ورته ستونزې په نورو سیمو لکه غزه، سوډان، میانمار او یمن کې هم شته، چیرې چې د مرستو کمښت د ښځو او نجونو لپاره بنسټیز خدمتونه ګډوډ کړي دي.

سره له دې، هغې وویل چې ډېرې افغان ښځې لا هم په سختو شرایطو کې کار کوي، لکه قابله‌ ګانې چې لېرې پرتو سیمو ته ځي او ښځینه کارکوونکې چې د پاملرنې په مرکزونو کې د محدودیتونو تر سیوري لاندې خپلې دندې پر مخ وړي.

خو هغې ټینګار وکړ چې دا هڅې د دوام وړ نه دي، او د اوږدمهاله او باوري مالي ملاتړ اړتیا یې یاده کړه، په ځانګړي ډول د هغو ادارو لپاره چې مشري یې ښځې کوي.