د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان او درې نورو هېوادونو ته له سفر کولو ډډه وکړي.
دغه وزارت افغانستان، روسیه، شمالي کوریا او ایران د سفر د خبرداري په څلورم کچه کې شامل کړي او دا هېوادونه یې د امریکايي وګړو لپاره «ډېر خطرناک» بللي دي.
په دې خبرداري کې ټینګار شوی چې امریکايي وګړي ښايي دغو هېوادونو ته د سفر پر مهال د «غیرقانوني نیونې» له خطر سره مخ شي.
همداراز، د امریکا له وګړو غوښتل شوي چې د سفر د پلان جوړولو یا ټکټ اخیستلو مخکې، د بهرنیو چارو وزارت رسمي خبرداری په دقت سره وڅېړي، څو د احتمالي خطرونو په اړه ځانونه خبر کړي.