د ریچارډ لینډسي، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، په کابل کې د طالبانو له لوري د درېیو خبریالانو د نیولو په اړه، پرته له دې چې څرګند تور پرې ولګول شي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه په ایکس (پخوانی ټویټر) کې ویلي، هغه راپورونه چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي چلند او د هغوی د شتمنیو د ضبط په اړه خپاره شوي، د اندېښنې وړ دي.
د نوموړي په وینا، طالبان باید په دې برخه کې شفافیت ولري او قانوني بهیر ته درناوی وکړي.
لینډسي ټینګار کړی چې خبریالان باید وکولای شي پرته له وېرې، ګواښ او فشار څخه خپلو مسلکي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د وروستیو پېښو له مخې، د طالبانو د استخباراتو ځواکونو منصور نیازی او عمران دانش، چې د طلوعنیوز خبریالان دي، او همدارنګه جاوید نیازی، چې د ځايي خبري اژانس «پیگرد» مسوول مدیر دی، نیولي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تېرې اوونۍ د منصور نیازي او عمران دانش نیول تائید کړل او ویې ویل چې د دغو دواړو دوسیې تر څېړنې لاندې دي او تر اوسه د طالبانو محکمې په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.