Search

طالبان روسیې ته د کارګرو د لېږلو غور کوي

News image
26 غویی 1405 - 09:22

طالبان روسیې ته د کارګرو د لېږلو پر طرحه غور کوي، هغه اقدام چې د روسیې د کارګرانو د کمښت له راپورونو سره هممهاله مطرح شوی دی.

هغه راپورونه، چې د ملګرو ملتونو اړوند خبري اژانس یو ان ان د روسي رسنیو له قوله خپاره کړي، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پراخېدو لپاره، په ځانګړي ډول د کارګرۍ په برخه کې، ګډه لېوالتیا شته، خو د ژبې ستونزې لا هم مهم خنډ بلل کېږي.

دا پرمختګ داسې مهال کېږي چې روسي چارواکي د کارکوونکو له بې‌ساري کمښت څخه خبر ورکوي، چې یوه برخه یې د د اوکراین جګړه سره تړاو لري. د روسیې د مرکزي بانک مشره الویرا نابیولینا د حمل میاشتې په وروستیو کې ویلي چې د روسیې د کار بازار په معاصر تاریخ کې له داسې کمښت سره نه دی مخ شوی.

په همدې حال کې، د روسیې حکومت د دولت دوما ته د یوه قانون مسوده سپارلې، چې له مخې یې د کډوالۍ اړوند دولتي فیسونه په څرګند ډول لوړېږي. په دغه مسوده کې هغو کسانو ته امتیازات هم په پام کې نیول شوي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې د دفاع وزارت سره تړونونه لاسلیک کړي.

سره له دې چې دواړه لوري د همکارۍ لېوالتیا ښيي، خو د ژبې توپیرونه لا هم د کارګرو د احتمالي لېږد پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.