Search

د نورستان له کانونو څخه د څه باندې ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې وپلورل شوې

News image
26 غویی 1405 - 12:28

د طالبانو د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمې له کانونو څخه د ۵۲ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت یو شمېر قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پلورل شوې دي.

د یاد ریاست په وینا، په دغو ډبرو کې بېروج، کنزیټ او مارګنیټ شامل دي، چې د یوې داوطلبۍ له لارې پر ملي سوداګرو پلورل شوي دي.

چارواکي زیاتوي، له ترلاسه شوو عوایدو څخه پنځه میلیونه او ۲۲۶ زره افغانۍ د طالبانو برخه ده او پاتې نورې پیسې د کان کیندونکو ته رسېږي.

د سرچینې په خبره، تېره اوونۍ هم د همدې ولایت له کانونو څخه ۲۴۲ کیلوګرامه بېروج ډبرې د یوې داوطلبۍ له لارې پر ملي سوداګرو پلورل شوې وې، چې ارزښت یې نږدې ۲۵ میلیونه افغانۍ و.


نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو بډایه کانونه لري