Search

طالبان: ازبکستان او چیني پانګوال د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا لري

News image
27 غویی 1405 - 11:40

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ازبکستان او چین یو شمېر پانګوال افغانستان ته راغلي او د فلزي او غیر فلزي کانونو په برخه کې یې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغو پانګوالو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري سره په لیدنه کې په افغانستان کې پر کانونو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، پانګوالو په دې سکتور کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

په ورته وخت کې، صابري یادو پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د قانوني همکارۍ ډاډ ورکړی دی.