Search

د بریتانیا استازي او په قطر کې د طالبانو سفیر د پاکستان سره د اړیکو د ښه‌والي په اړه خبرې کړي

News image
29 غویی 1405 - 08:06

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارد لیندسي، ویلي چې په دوحه کې یې په قطر کې د طالبانو له سفیر سهیل شاهین سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي لپاره د عملي ګامونو پر اړتیا خبرې کړې دي.

لیندسي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې په دې خبرو کې د افغان ښځو او نجونو د ټولنیز ګډون موضوع هم تر بحث لاندې نیول شوې ده.د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې له لوړو ژورو سره مخ شوې دي.

که څه هم پاکستان له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د سرحدي امنیت، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونو او سیاسي مسایلو له امله وخت ناوخت ترینګلتیاوې رامنځته شوې دي.

بلخوا، نړیواله ټولنه په دوامداره توګه پر طالبانو ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او هغوی ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي، خو لا هم په دې برخه کې پراخ محدودیتونه پر ځای پاتې دي.