په لوګر ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې د خصوصي سکتور له لوري د ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د اوسپنې ویلي کولو د یوې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغې کارخونې د جوړولو کارونه د ۱۴۰۵
لمریز کال د غويي په ۲۸مه (یکشنبه) د یو شمېر سیمهییزو چارواکو له خوا پرانیستل
شول او ټاکل شوې ده چې په څلورو کلونو کې بشپړ شي.
د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په تړاو جوړو شوو مراسمو کې د کارخونې
مسؤلینو ویلي، چې په دې فابریکه کې به شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او نږدې
۱۰ زره نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو چارواکي وايي، دا ډول پروژې کولی شي د بیکارۍ په کمولو، د
کورني تولید په زیاتولو او د وارداتو پر کمولو کې مهم رول ولوبوي.