Search

افغان ایواک: د امریکا د کډوالو د منلو په زیاتوالي کې افغان همکارانو ته سهمیه نه ده ځانګړې شوې

News image
30 غویی 1405 - 07:54

د افغان ایواک په نوم بنسټ، چې د امریکايي ځواکونو له افغان همکارانو ملاتړ کوي وايي، د امریکا له لوري د کډوالو د منلو د شمېر د بېړني زیاتوالي په پلان کې هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی، ځانګړې سهمیه نه لري.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ اداره چمتووالی نیسي څو د کال په منځ کې د یوه بېړني بهیر له لارې د کډوالو د منلو شمېر زیات کړي، چې ښايي شاوخوا ۱۷ زره او ۵۰۰ سپین‌پوستي د سویلي افریقا وګړي هم پکې شامل شي.

د خبرپاڼې له مخې، سره له دې چې د کډوالو د منلو سهمیه لوړېږي، خو هغو افغانانو ته چې پخوا یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، هېڅ ځانګړې سهمیه نه ده ټاکل شوې.

افغان ایواک خبرداری ورکړی، چې دغه پرېکړه د افغان متحدانو د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتوي، ځکه هغوی د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته لا هم په نامعلوم وضعیت کې ژوند کوي.