ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په ۲۰۲۶ کال کې له ایران او پاکستان څخه د افغان راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوه جامع طرحه پیلوي.
دغه سازمان په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې دا طرحه د ملي او نړیوالو شریکانو په همکارۍ جوړه شوې ده.
د طرحې هدف دا ښودل شوی، چې د راستنېدونکو عاجلو او اوږدمهالو اړتیاوو ته هم د سرحدونو په سیمو او هم د هېواد دننه د بیا مېشتېدو په ځایونو کې رسېدنه وشي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل څخه تر ډسمبر پورې به شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شي، چې له دې ډلې ۱.۷ میلیونه له ایران او ۱.۱ میلیونه له پاکستان څخه دي.
د دې طرحې لومړۍ برخه د سرحدونو په کچه عاجل غبرګون دی، چې ۱۰۰.۷ میلیونه ډالر بودجه ورته ځانګړې شوې ده. په دې برخه کې نغدي مرستې، روغتیايي خدمات، تغذیه، د څښاک اوبه او د لېږد اسانتیاوې شاملې دي، چې په رسمي سرحدي لارو کې به وړاندې شي.
دوهمه برخه د راستنېدونکو د بیا ادغام پروګرام دی، چې ۴۲۸.۵ میلیونه ډالر بودجه لري. د دې برخې موخه د کورنیو ملاتړ، د ژوند بیا رغونه، اساسي خدماتو لکه زدهکړې او روغتیا ته لاسرسی، د کار فرصتونه او د سرپناه ښه کول دي، چې په افغانستان کې په ۳۵ ډېرو اړمنو ولسوالیو کې به پلي شي.
ملګرو ملتونو او شریکانو یې له تمویل کوونکو هېوادونو غوښتي، چې له دې پروګرام څخه بشپړ ملاتړ وکړي، څو د فقر د پراخېدو، بیا بېځایه کېدو او ټولنیزو کړکېچونو مخه ونیول شي.
دوی خبرداری ورکړی، که بودجه کمه پاتې شي، میلیونونه راستنېدونکي به له جدي بشري او اقتصادي خطرونو سره مخ شي.