Search

هلمند کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې کسانو ته مرګ ‌ژوبله اړولې

News image
30 غویی 1405 - 11:49

په هلمند کې د طالبانو امنیه قومنداني وايي، د دغه ولایت د خانشین ولسوالۍ په کلا سبز کلي کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوه کوچنیان وژل شوي او د هغوی مور سخته ټپي شوې ده.

د طالبانو د هلمند امنیه قومندانۍ په وینا، دغه پېښه نن (چهارشنبه) شاوخوا د سهار نهه بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناچاوده مرمۍ په یوه کور کې اور ته واچول شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د ۱۰ او ۳ کلونو په عمر دوه کوچنیان وژل شوي دي.

چارواکو ویلي، ټپي شوې مېرمن د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
په افغانستان کې د تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي. ډېری دا ډول پېښې هغه مهال رامنځته کېږي، کله چې خلک د ناچاودو مرمیو له خطره ناخبره وي او ورسره ناسم چلند وکړي.