د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ پر مهال د پاکستان له زندانونو څخه ۳۰۷ تنه افغان بندیان ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په پاکستان
کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، چې تر ازادېدو وروسته د ډیورنډ
فرضي کرښې د چمن–سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي او لومړنۍ مرستې
هم ورسره شوې دي.
د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۵۶۱ تنه
افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان د بېاسناده بهرنیو وګړو پر وړاندې
اقدامات سخت کړي، چې له امله یې ګڼ افغانان نیول شوي او یا هم ایستل شوي دي. د
طالبانو اړوند ادارې وايي، هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره د همغږۍ له لارې د
افغان کډوالو ستونزې حل او راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.