د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر افغان خاوره د حیرتان بندر څخه لیدنه کړې او د دې بندر د ۲۴ ساعته فعالېدو لپاره یې مهم تصمیمونه نیولي دي.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا برادر
او ورسره مل پلاوي په دې لیدنه کې د بندر د ظرفیت د لوړولو په موخه د امارتي ادارو
د تشکیل د زیاتوالي، د لویو او معیاري تمځایونو، اداري ودانیو، د تخلیې او بارګیرۍ
مرکزونو، پرمختللو لابراتوارونو، سړکونو او سړو خونو د جوړولو پرېکړې کړې دي.
همداراز، د اوسپنې پټلۍ د پراخولو، د ترانسپورتي وسایطو د زیاتولو او
د قاچاق د مخنیوي لپاره د سیارو سکېنرونو او ډیجیټلي ترازوګانو د نصبولو په اړه هم
پرېکړې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې اقداماتو په عملي کېدو سره به د حیرتان بندر
خدمات ۲۴ ساعته شي او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري به د پام وړ زیاته شي.
حیرتان بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو څخه دی، چې له
ازبکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ اساسي لاره بلل کېږي. په
وروستیو کلونو کې هڅې روانې دي، څو د دې بندر ظرفیت لوړ او سوداګریز بهیر چټک شي،
ځکه د بندرونو پراختیا د هېواد په اقتصادي ودې او عوایدو کې مهم رول لري.