Search

هلمند کې ترافیکي پېښې ۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

News image
3 غبرګولی 1405 - 11:26

د هلمند کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په سنګیلان سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

یادې قومندانۍ ویلي، دغه پېښه نن (یک‌شنبه) سهار شاوخوا اته بجې د یوه «فورنر» ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې له کابل څخه هرات ته روان و، او لامل یې بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د سرچینې په وینا، ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او له ډلې یې د یوه کس روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي، چې تر ډېره یې لاملونه بې‌احتیاطي، د سړکونو خراب وضعیت او د ترافیکي اصولو نه مراعت بلل کېږي.