Search

ټرمپ: له ایران سره د هوکړې لپاره بیړه نشته، بندیزونه پر خپل ځای پاتې دي

News image
4 غبرګولی 1405 - 07:42

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو مرکچي پلاوو ته لارښوونه کړې چې له ایران سره د هوکړې په برخه کې بیړه ونه کړي، او دا په دې مانا ده چې د روانو خبرو چټک پرمختګ ډېر نږدې نه ښکاري.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې د هرمز تنګي کې د ایران پر بېړیو د امریکا سمندري بندیز به «په بشپړ ډول پر خپل ځای» پاتې وي تر هغه چې یوه رسمي هوکړه وروستۍ، تایید او لاسلیک شي.

هغه ویلي: «دواړه لوري باید وخت واخلي او کار په سمه توګه ترسره کړي.»

په همدې حال کې، د ایران چارواکو سمدستي غبرګون نه دی ښودلی، خو تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا لا هم د احتمالي هوکړې ځینې برخې له خڼډ سره مخ کړې، په ځانګړي ډول د تهران هغه غوښتنه چې کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې، ټرمپ ویلي وو چې واشنګټن او تهران تر ډېره د تفاهم پر یوه یادښت هوکړه کړې، چې هدف یې د هرمز تنګي بیا پرانیستل دي؛ دا هغه مهمه نړیواله سمندري لاره ده چې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل او مایع ګاز ترې لېږدېدل.

سره له دې پرمختګونو، لا هم مهم اختلافونه پاتې دي، چې پکې د ایران اټومي پروګرام، د اسراییل او د ایران د ملاتړي حزب‌الله ترمنځ سیمه‌ییزې شخړې، او د بندیزونو د لرې کېدو او د میلیاردونو ډالرو د کنګل شوو عوایدو ته د ایران لاسرسی شامل دي.

یو لوړپوړي امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې ایران «په اصولي توګه» د تنګي د بیا پرانیستلو سره موافقه کړې، په بدل کې یې د بندیزونو لرې کېدل او د لوړ بډاینې یورانیمو د زېرمو موضوع حل شي.

هغه زیاته کړې چې د ایران ستر مشر مجتبی خامنه‌یي د دې هوکړې عمومي چوکاټ تائید کړی، خو تر اوسه له تهران څخه رسمي تایید نه دی شوی.

یو بل امریکايي چارواکي ویلي چې مرکچي ښايي تر ۶۰ ورځو پورې وخت ولري چې هوکړه وروستۍ کړي، او لومړني ګامونه به د تنګي پرانیستل او د سمندري محدودیتونو نرمول وي، خو د اټومي موضوعاتو حل به زیات وخت وغواړي.

په واشنګټن کې منتقدینو، لکه مایک پومپیو او دیموکرات سناتور کریس وان هولن، ویلي چې دا نوې طرحه تر ډېره د ۲۰۱۵ کال له اټومي هوکړې سره ورته ده او ښايي ډېر نوي امتیازات ونه لري.

بل لور ته، ایران ټینګار کړی چې د دوی اټومي پروګرام سوله‌ییز دی او د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي.

دا وړاندیز شوې هوکړه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د څو میاشتو جګړو وروسته یو نازک اوربند ټینګ شوی، چې له امله یې د انرژۍ نړیوال بازارونه ګډوډ شوي او د هرمز تنګي له لارې تګ‌راتګ هم کم شوی دی.