د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیر کابلوف له ایزوستیا ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې که د کابل له لوري رسمي غوښتنه وشي، نو دوی اړینې اجازې ترلاسه کړې دي څو افغانستان ته بشري مرستې ولېږدوي.
کابلوف ویلي چې دا مرستې به د رسمي غوښتنې پر بنسټ ترسره شي، چې دا د روانو اقتصادي ستونزو تر سیوري لاندې له افغانستان سره د روسیې د ملاتړ چمتووالی ښيي.
هغه زیاته کړې چې د هېواد سږني کورني حاصلاتو په لنډ مهال کې د خوړو کمښت یو څه کم کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې افغانستان ښايي په راتلونکې کې بیا د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د کابلوف څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په افغانستان کې لا هم بشري اندېښنې پر خپل ځای دي او نړیوال بنسټونه د اقتصادي بېثباتۍ او محدودو سرچینو له امله د خلکو د دوامدار زیانمن کېدو خبرداری ورکوي.