Search

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک شول

News image
4 غبرګولی 1405 - 09:25

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.

د یادې خونې په وینا، دغه تړونونه پرون (یک‌شنبه) د یوه ۱۰۰ کسیز افغان پلاوي د سفر پر مهال د دواړو لورو ترمنځ په یوه سوداګریز کنفرانس کې لاسلیک شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیله راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د څه کم درې میلیارده افغانیو په ارزښت لسګونه سوداګریز تړونونه او هوکړې هم لاسلیک شوې دي.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي. دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د سوداګرۍ کچه لوړه کړي، ترانزیټي اسانتیاوې زیاتې کړي او د سیمې په کچه اقتصادي همکاري پیاوړې کړي.