Search

میدان وردګو د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتنې

News image
4 غبرګولی 1405 - 12:54

د میدان وردګو کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

یادې قومندانۍ ویلي، دغه پېښې پرون (یک‌شنبه) د کابل–کندهار پر لویه لاره د حیدر خېل او تنګي دوه‌لارې سیمو کې رامنځته شوې دي، چې لاملونه یې بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د سرچینې په وینا، په لومړۍ پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي، او په دوهمه پېښه کې هم یو کس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. همدارنګه ویل شوي چې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

اړوندو مسؤلینو د لوی اختر په رانږدې کېدو سره له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د ټرانسپورټي وسایطو د کارولو پر مهال احتیاط وکړي او ترافیکي اصول مراعت کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.
په وروستیو کې د هېواد پر لویو لارو، په ځانګړي ډول د کابل–کندهار پر لویه لاره، ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.