د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان له زندانونو څخه ۳۷۳ تنه افغان بندیان ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دې وزارت نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په پاکستان کې
د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، چې له ازادېدو وروسته د
ډیورنډ فرضي کرښې د چمن–سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي او
مرستې هم ورسره شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دغو کسانو څخه ۲۹۶ تنه د تورخم او ۷۷ نور د
چمن له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۳۰۷ تنه
افغان بندیان ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي وو.