Search

ننګرهار کې د شخړې له امله ۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

News image
4 غبرګولی 1405 - 13:47

د ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومنداني وایي، د دغه ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ په بام‌خېلو سیمه کې د دوو وروڼو ترمنځ په شخړه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

یادې قومندانۍ ویلي، دغه شخړه نن (دوشنبه) سهار شاوخوا شپږ بجې د ځمکې پر سر رامنځته شوې ده، او ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سرچینې په وینا، د یادې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی او د یوه بل د نیولو هڅې هم روانې دي.
په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځمکو پر سر شخړې زیاتې شوې دي، چې ډېری وخت د مرګ‌ژوبلې لامل کېږي. د قانوني اسنادو نشتوالی او د ملکیت پر سر لانجې د دغو شخړو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.