Search

ملګري ملتونه: جګړې، سېلابونو او وچکالۍ په افغانستان کې بشري کړکېچ لا پسې ژور کړی دی

News image
4 غبرګولی 1405 - 15:27

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغانستان له مخ پر زیاتېدونکي بشري کړکېچ سره مخ دی، چې لاملونه یې سرحدي جګړې، پراخ سېلابونه او اوږدمهاله وچکالي دي.

د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ کال له وروستیو راهیسې د طالبانو ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ نښتو ملکي وګړو ته درانه زیانونه اړولي دي. د ۱۴۰۵ کال د مرغومي له لومړۍ څخه د کب تر پایه پورې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ۷۶۹ ملکي مرګ‌ژوبلې ثبت کړې، چې په کې ۳۷۲ تنه وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان دي. په دې کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د راپور له مخې، ډېری پېښې د سلواغې او کب په میاشتو کې شوې دي، چې تر ډېره د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې دي. ویل شوي چې هوايي بریدونه د مرګ‌ژوبلو اصلي لامل و، خو سرحدي توغندیو او جلا پېښو هم زیانونه اړولي دي.

راپور زیاتوي چې له ۱۰۰ زرو څخه زیات کسان د هېواد په ختیځو ولایتونو لکه خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا کې بې‌ځایه شوي دي. نږدې زر کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي او ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او د اوبو سیستمونه هم اغېزمن شوي دي. د لاسرسي ستونزو د بشري مرستو رسونه هم محدوده کړې ده.

د روغتیا سکتور هم سخت زیان لیدلی، چې لږ تر لږه ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه محدود شوي، او شاوخوا ۷۸ زره کسان ترې اغېزمن شوي دي. همدارنګه، له ۱۳ زرو څخه ډېر زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

په جلا توګه، د وري او غويي میاشتو ترمنځ درنو ورښتونو په ۳۱ ولایتونو کې سېلابونه راپارولي، چې لسګونه زره کسان یې اغېزمن کړي دي. لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي او ۱۴۸ نور ټپیان دي، او له ۷۷۰۰ څخه ډېر کورونه زیانمن او تر ۱۷۰۰ زیات ویجاړ شوي دي.

بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۶۰ زره کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي. همدارنګه د خوارځواکۍ زیاتوالی، د پاکو اوبو محدود لاسرسی او د روغتیايي خدمتونو خرابوالی هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

راپور زیاتوي چې افغانستان د پرله‌پسې شپږم کال لپاره د وچکالۍ ته ورته شرایط تجربه کوي، چې دا حالت د خوړو ناامنۍ او د کلیوالو د معیشت ستونزې لا زیاتوي.

اوچا ویلي چې جګړه، اقلیمي بدلونونه او اقتصادي کمزوري وضعیت میلیونونه کسان بیړنیو مرستو ته اړ کړي او ټینګار یې کړی چې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره دوامداره مالي ملاتړ، د مرستو ښه لاسرسی او د ملکي وګړو ساتنه اړینه ده.