Search

نبیل: ښايي ایران طالبان په رسمیت وپېژني، دا اقدام به د افغانستان کړکېچ لا ژور کړي

News image
5 غبرګولی 1405 - 08:01

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل ویلي چې ښايي ایران په نږدې راتلونکې کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، خو ټینګار یې کړی چې دا اقدام به د اصولو پر بنسټ نه، بلکې د جیوپولیټیکي ګټو او معاملې له مخې وي.

نبیل په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندل به د «تحمیلي واقعیت» منل وي او دا به نه ثبات راولي او نه هم مشروعیت.

هغه ویلي: «د داسې حکومت په رسمیت پېژندل چې ښځې یې له ټولنې ایستلې، ازادۍ یې محدودې کړې او افغانستان یې تاریخي انزوا ته بیولی، یوازې به کړکېچ ژور کړي او د افغانستان خلک به د سیمه‌ییزو سیالیو نور هم قرباني کړي.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي، چې پکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه او په عامه ژوند کې سخت قیود شامل دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو څو ځله دا تګلارې غندلې او ویلي یې دي چې دا وضعیت د افغانستان بشري او اقتصادي کړکېچ لا پسې خراب کړی دی.

له روسیې پرته تر اوسه کوم بل هېواد د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی په رسمیت پېژندلی، خو یو شمېر سیمه‌ییز هېوادونه لکه ایران، چین، روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له کابل سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

ایران په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي، په ځانګړي ډول د سرحدي امنیت، کډوالو، اوبو او سیمه‌ییز ترانزیټ په برخو کې. خو د طالبانو په رسمیت پېژندل به د سیمې په سیاست کې یو مهم بدلون وي او ښايي نړیوال غبرګونونه هم له ځان سره ولري.

افغانستان لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی، چې پکې اقتصادي بې‌ثباتي، پراخه بې‌وزلي، د مدني ازادیو محدودیت او د نړیوالو مرستو کمښت شامل دي، او میلیونونه کسان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.