نن چهارشنبه د لوی اختر په لومړۍ ورځ، د کابل ښار او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو زرګونه اوسېدونکي عیدګاوو، لویو جوماتونو او پرانیستو میدانونو ته راوتلي وو او د اختر لمونځ یې په ګډه ادا کړ.
په کابل کې د عیدګاه جومات، حضوري چمن او یو شمېر نورو لویو جوماتونو
کې د خلکو پراخ ګډون تر سترګو کېده، چې د سهار له وخته د اختر د لمانځه د ادا کولو
لپاره راټول شوي وو. ورته مهال په هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او نورو ولایتونو کې
هم خلکو په پراخه کچه د اختر په لمانځه کې برخه اخیستې ده.
د دیني عالمانو له لوري د اختر د لمانځه پر مهال په خپلو ویناوو کې د
یووالي، ورورولۍ، سولې او یو بل د حقونو د مراعت کولو ټینګار شوی او له خلکو
غوښتنه شوې چې د اختر ورځې له اړمنو سره د مرستې او خواخوږۍ فرصت وګرځوي.
د طالبانو په وینا د اختر مراسمو لپاره په کابل او ولایتونو کې ځانګړي
امنیتي تدابیر نیول شوي وو او اضافي امنیتي ځواکونه په مهمو سیمو، جوماتونو او
عامه ځایونو کې ځای پر ځای شوي وو، څو د خلکو امنیت خوندي وساتل شي.
د طالبانو امنیتي ارګانونو ویلي، چې د اختر د ورځو لپاره یې ځانګړی
امنیتي پلان عملي کړی او هېوادوال کولی شي د ډاډ او ارامۍ په فضا کې د اختر خوښۍ
ونمانځي. د دوی په وینا، په لویو ښارونو کې د تلاشي نقطې زیاتې شوې او د ګزمې
ځواکونه هم فعال ساتل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې لوی اختر هر کال په افغانستان کې د خلکو له
خوا په ځانګړو مذهبي مراسمو، کورنیو لیدنو او د خوښیو په فضا کې نمانځل کېږي.