Search

حامد کرزی په اختریز پیغام کې د نجونو د زده‌ کړو د بیا پیل غوښتنه وکړه

News image
6 غبرګولی 1405 - 12:04

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له طالبانو وغوښتل، چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي او ښځو او لوستو کدرونو ته د کار زمینه برابره کړي.

کرزي ټینګار کړی، چې افغانستان د ټولو اتباعو ګډ کور دی او د هېواد پرمختګ او پراختیا هغه مهال شونې ده، چې خلک د یووالي، زده‌کړې او د وطن د مالکیت په احساس کې ژوند وکړي.

هغه د خپل پیغام په یوه بله برخه کې د اوبو د بې‌ځایه مصرف د مخنیوي او د اوبو د ځمکنیو زېرمو د ساتنې پر اهمیت هم ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د طبیعي سرچینو په ساتنه کې مسؤلانه چلند وکړي.

پخواني ولسمشر همداراز د وروستیو سېلابونو له قربانیانو او د پاکستان د هوايي او توپچي بریدونو له زیانمنو سره خواخوږي څرګنده کړې او له مرستندویه بنسټونو او خیریه هېوادوالو یې غوښتنه کړې، چې له زیانمنو او بېرته راستنېدونکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته، د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې بندې کړې دي.

سره له دې چې د کورنیو او نړیوالو فشارونو کچه لوړه شوې، خو طالبانو تر اوسه د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره مشخص مهالویش نه دی اعلان کړی.

نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي، چې له زده‌کړو د نجونو دوامداره محرومیت کولای شي جدي رواني او ټولنیزې پایلې ولري او د کم عمر ودونو او د راتلونکو فرصتونو د له منځه تلو خطرونه زیات کړي.