د طالبانو رئیسالوزرا، ملا محمد حسن آخوند د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې پر ملي یووالي، د خلکو د ستونزو پر حل او له زیانمنو سره پر مرستې ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، چې د اسلامي نړۍ ډېرې ستونزې د تفرقې له امله دي او مسلمانان
باید د خپل ژوند په بېلابېلو برخو کې یووالی او همکاري پیاوړې کړي.
هغه طالبانو له مسؤلانو غوښتي، چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي،
د هغوی شکایتونو ته رسېدنه وکړي او د هېوادوالو د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي
ګامونه واخلي.
په پیغام کې همداراز له خلکو غوښتل شوي، چې له راستنېدونکو کډوالو او
د طبیعي پېښو له زیانمنو سره مرستې وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، د
بېوزلۍ له پراختیا، د کډوالو له پرلهپسې بېرته ستنېدو او طبیعي پېښو سره مخ دی.
د نړیوالو بنسټونو د راپورونو
له مخې، د خلکو د ژوند شرایط لا هم ستونزمن دي او ډېری کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا
لري، چې د چارواکو له لوري د خلکو ستونزو ته د رسېدنې غوښتنې ته یې اهمیت زیات کړی
دی.