د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په ختیځ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د راستنېدونکو کډوالو د مرګژوبلې په تړاو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
دغه بنسټ د غبرګولي په ۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د زیانمنو شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د ژر تر ژره رغېدو هیله لري.
یواناچسيار زیاته کړې چې په دې سخت وخت کې د قربانیانو له کورنیو او ټولو زیانمنو کسانو سره ولاړ دی.
تېره ورځ د افغانستان په ختیځ کې د راستنېدونکو کډوالو یو موټر واوښت. د دې پېښې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.