د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د کورني تاوتریخوالي له امله یو تن خپله مېرمن او لور وژلي دي.
په ننګرهار کې دطالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې
دغه پېښه د سرخرود ولسوالۍ د شیخ مصري په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، یاد کس
خپله مېرمن او لور وژلي او خپل یو زوی یې هم ټپي کړی دی.
مسوولینو زیاته کړې، چې تورن کس له نیول کېدو وروسته پر خپل جرم
اعتراف کړی دی.
د امنیې قوماندانۍ په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا پېښه د کورني
تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.