Search

د سوریې ولسمشر او ټرمپ د اقتصاد او بندیزونو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې

News image
11 غبرګولی 1405 - 08:17

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې او د سوریې د اقتصاد د ملاتړ او وروستیو سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه یې بحث کړی دی.

د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې، الشرع ټینګار کړی چې پر سوریې د امریکا پاتې بندیزونه لرې کول د دې هېواد د اقتصاد د بیا رغونې او د بهرنیو پانګونو د جذب لپاره حیاتي اهمیت لري.

بلخوا، امریکا ویلي چې که څه هم پر سوریې یې د بندیزونو ډېره برخه لغوه کړې او د «قیصر قانون» یې هم ختم کړی، خو لا هم ځینې محدودیتونه پر ځای پاتې دي.

واشنګټن زیاته کړې چې بندیزونه به د پخواني ولسمشر بشار الاسد، د هغه د نږدې کسانو، د بشري حقونو پر سر د تورنو کسانو او هغو افرادو پر وړاندې دوام وکړي چې د «کپتاګون» په نوم د نشه‌يي موادو په قاچاق کې ښکېل دي.

د امریکا چارواکو همدارنګه ویلي چې دوی د سوریې د «ترهګرۍ ملاتړي هېواد» په توګه د نوملړ د بیا ارزونې بهیر روان ساتلی، هغه نوملړ چې د بهرنیو مرستو، دفاعي صادراتو او ځینو مالي راکړو ورکړو پر وړاندې محدودیتونه وضع کوي.

ښايي چېد پاتې بندیزونو لرې کول د سوریې د نوي حکومت د بریا لپاره ډېر مهم دي. راپورونه ښيي چې یو شمېر سعودي شرکتونه په سوریه کې د لویو پانګونو پلان لري او یو شمېر نور خلیجي هېوادونه هم د دې هېواد د بیا رغونې لپاره د مالي مرستو ژمنې کړې دي.