د ایران حکومت د ولسمشر مسعود پزشکیان د استعفا په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، چې د ایران د حکومت له یوې باخبره سرچینې یې نقل کړی، ویلي چې د پزشکیان د استعفا په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي او حقیقت نه لري.
د سرچینې په وینا، پزشکیان نه یوازې دا چې استعفا نه ده ورکړې، بلکې نن یې هم د خپلو کاري پلانونو له مخې رسمي فعالیتونو ته دوام ورکړی او ټاکل شوې چې راتلونکي پروګرامونه یې هم د معمول په ډول ترسره شي.
یادې سرچینې همداراز ادعا کړې چې د دې ډول خبرونو خپرول د اختلاف د رامنځته کولو او د بهرنیو بنسټونو په ګټه د امنیتي معلوماتو د راټولولو په موخه ترسره کېږي.
په همدې حال کې، د ایران کورنیو رسنیو د یکشنبې په ماښام په یوه دولتي مراسمو کې د پزشکیان د ګډون انځورونه خپاره کړي، چې ښيي نوموړی لا هم د ولسمشرۍ دندې پر مخ وړي.