امریکا د ایران له خوا د یوې بېپیلوټه الوتکې تر نسکورولو وروسته د دغه هېواد پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي چې د اوونۍ په پای کې یې د ایران د «ګروک» ښار ته نږدې او د قشم ټاپو په سیمه کې د رادار او د ډرون د کنټرول پر تاسیساتو هوايي بریدونه کړي دي.
دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شوي چې ایران د امریکا یوه MQ-1 Predator بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړه. امریکايي چارواکي وايي، دغه الوتکه په نړیوالو اوبو کې فعالیت درلود. د امریکا پوځ ویلي چې د ایران د هوايي دفاع سیستمونه، د ځمکني کنټرول یو مرکز او هغه بریدګر ډرونونه یې په نښه کړي چې د سیمې د کښتیو د تګ راتګ لپاره ګواښ بلل کېدل.
ایران منلې چې غچ اخیستونکی برید یې کړی، په داسې حال کې چې کویټ اعلان کړی د دوشنبې په سهار یې د ډرون او توغندیو راتلونکې حملې شنډې کړې دي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په یوې اعلامیه کې، چې دولتي رسنیو خپره کړې، ویل شوي چې امریکايي ځواکونو د یوې ټاپو پر بنسټیزو تاسیساتو برید کړی او دوی یې په ځواب کې برید ترسره کړی، خو د دقیق ځای په اړه یې څه نه دي ویلي.
دغه کړکېچ ښيي چې د امریکا او ایران ترمنځ څو اوونیز اوربند لا هم نازک دی، په داسې حال کې چې دواړه لوري د دې اوربند د غځولو لپاره خبرو ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې، په سیمه کې کړکېچ لا هم لوړ دی، ځکه ایران د هرمز تنګي پر سر فشار ساتلی چې د نړیوالو انرژۍ اکمالات اغېزمن کړي دي. بلخوا، په نورو سیمو کې هم جګړې زور اخیستی، چې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ روانې نښتې هم پکې شاملې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او د وروستیو نښتو سربېره یې د یوې هوکړې پر ترلاسه کېدو خوشبیني ښودلې ده.
د امریکايي چارواکو په وینا، په وروستیو بریدونو کې د امریکايي ځواکونو مرګژوبله نه ده راپور شوې.