Search

اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو د بودجې کموالی میلیونونه کسان له خطر سره مخ کوي

News image
12 غبرګولی 1405 - 12:40

د د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په داسې حال کې چې د روان میلادي کال لپاره په افغانستان کې ۱.۷۱ میلیارد ډالرو بشري مرستو ته اړتیا ده، خو تر دې دمه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر ترلاسه شوي، چې د ټولې بودجې ۱۶ سلنه جوړوي.

اوچا په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د بودجې مخ پر زیاتېدونکی کموالی په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه بنسټ زیاته کړې، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، میلیونونه کسان به په افغانستان کې له مرستو پرته له جدي خطر سره مخ شي.

تر دې وړاندې، د امریکا یوې څېړنیزې ادارې Data for Afghanistan په خپل راپور کې ویلي، چې په روان میلادي کال کې به په افغانستان کې له ۱۱ میلیون څخه زیات خلک د خوراکي ناامنۍ د بحران یا تر هغه لوړې کچې سره مخ وي.

یاد بنسټ ویلي، چې د هېواد په ډېرو برخو کې کارکوونکي لا هم د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري.

د راپور له مخې، د خوړو د پېرلو وړتیا لا هم په افغانستان کې له مهمو اقتصادي ستونزو څخه ده.