د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله پرون نصیر احمد فایق، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست دی، د دې ادارې د ۸۱مې غونډې د مرستیال په توګه ټاکلی دی.
په همدې حال کې، د بنګلهدېش دایمي استازی خلیلالرحمن د دې دورې د رئیس په توګه ټاکل شوی او ورسره د دې مجمع د اصلي کمېټو د مشرتابه غړي هم ټاکل شوي دي.
فایق په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «افغانستان خوښ دی چې د دې غونډې د مرستیال په توګه ټاکل شوی او هیله لري چې له ټاکل شوي رئیس او نورو غړو هېوادونو سره په نږدې همکارۍ د عمومي اسمبلۍ د اهدافو او مسوولیتونو په پرمختګ کې اغېزناک رول ولوبوي.»
د ملګرو ملتونو د اعلان له مخې، د سېشنبې په ورځ ترسره شوې رایهاچونه کې د بنګلهدېش استازي ۹۹ رایې ترلاسه کړې او د قبرس نوماند اندریاس اس. کاکوریس یې، چې ۹۱ رایې یې اخیستې وې، ماته کړ.
دغه رایهاچونه د نیویارک په مقر کې په پټه توګه ترسره شوې، چې ټولټال ۱۹۰ رایې واچول شوې او هېڅ ممتنعه رایه نه وه ثبت شوې.
خلیلالرحمن به د جرمني د پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې آنالینا بربوک ځای ناستی شي، چې اوس د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې مشري پر غاړه لري.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رئیس د دې ۱۹۳ غړیو لرونکې ادارې غونډو مشري کوي او د مهمو نړیوالو موضوعاتو د بحثونو په لارښوونه کې مهم رول لري، خو دا مقام اجرائیوي صلاحیت نه لري.
ټاکل شوې چې د خلیلالرحمن یو کلنه کاري دوره د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په میاشت کې د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې له پیل سره سم پیل شي.